ښځې

د ښځو او ماشومانو د هوساينې د پياوړتيا بنسټ: طالبان افغان ښځو ته«جدي ګواښ» دي

د افغان ښځو او ماشومانو د هوساینې د پياوړتيا بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبان په هېواد کې د ښځو لپاره یو «جدي، مستقیم او پراخ ګواښ» دی.

دغه سازمان د شنبه هاى ارغواني غورځنګ د اټکل له مخې ویلي چې ۹۵ سلنه افغان ښځې د طالبانو څخه په وېره کې ژوند کوي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، د ښځو پر ازادۍ او حقونو د طالبانو سختو محدودیتونو د ښځو خوځښت او خپلواکي محدوده کړې ده.

په خبرپاڼه  کې همداراز ویل شوي: «هغه ښځې چې یو وخت متخصصې، لارښوونکې او فعالې وې، اوس ځان چوپتيا او څنډې کې ويني.»

د ښځو او ماشومانو د هوساینې بنسټ وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې تر ډېره بې اغېزې دي.

دغه بنسټ زیاتوي، «نړیوال غبرګونونه اکثراً له عمل پرته غندي او افغان ښځې په زیاتېدونکي دښمنانه چاپیریال کې د خپل ځان وساتنې لپاره پرېږدي.»

د دغه بنسټ  په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو د حساب ورکولو لپاره د قوي نړیوال میکانیزم نشتوالي دوی زړورکړي او د دوی «ظالمانه» سیاستونه یې لا پسې زیات کړي دي.

دغه بنسټ زياتوي، چې د دې ترخو واقعیتونو سره سره، افغان مېرمنې په هره طریقه چې دوی یې کولی شي مقاومت ته دوام ورکوي. د ځمکې لاندې ښوونځي، پټې غونډې او په ټولنیزو رسنیو کې د دوی فعالیتونه د طالبانو د محدودیتونو د شاته کولو لپاره هغه طريقې دي چې دوى يې کاروي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې بنسټ په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د اندېښنو له څرګندولو څخه هاخوا د اغیزمنو اقداماتو د پلي کولو لپاره چې د مساوات او آزادۍ په مبارزه کې د افغان میرمنو ملاتړ کوي.اقدام وکړي.