ښځې

په جلاوطنۍ کې د ازادۍ غوښتونکو غورځنګ: په افغانستان کې د طالبانو لخوا بشري او ښځو له حقونو سرغړونې د انکار وړنه دي

په جلاوطنۍ کې د زادۍ غوښتونکو غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې د د کانکور له ازموينې د نجونو بې برخې کولو په تړاو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا «د بشري حقونو او د ښځو له حقونو سرغړونو» باندې سترګې پټول او انکار د منلو وړ نه دي.

دغه غورځنګ پر نړۍ غږ کړی چې طالبان دې د «بشري حقونو، د ښځو د حقونو د سرغړونکو او د جنسیتي تبعیض د مرتکبینو» په توګه وپېژني او له افغان ولس سره دې محکمې ته د طالبانو په راکش کولو کې همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل طالبانو ته ويل شوي: «خبر اوسئ چې ډېر ژر به د خلکو د عدالت غوښتنې رسۍ ستاسو ستونى زندۍ کړي او زموږ په خاوره کې به د قانون، عدالت او انسانیت حاکمیت ټینګ شي.»

له بلې خوا دغه اعتراض کوونکو ښځو د کانکور ازموينې تنظيموونکي له طالبانو سره په مرسته او همکارۍ تورن کړل چې «د نجونو او ښځو د زده کړو حق تر پښو لاندې کولو کې له دوى سره همکاري کوي» او له هغوى يې وغوښتل چې د خپلو ښځو او خويندو تر څنګ ودرېږي او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د هغوى له حضور او د خپلو حقونو په لاسته راولو کې ملاتړ وکړي.

په جلاوطنۍ کې دازادۍ غوښتونکو غورځنګ هغو هلکانو ته چې په دې ازموينه کې يې برخه اخيستې وه ويلي: « په  داسې ښوونيزو، تعليمي او کاري سياليو کې ګډون کول به څه خوند ولري، په داسې حال کې چې ستاسې د خويندو له سترګو څخه د وينو په څېر د افسوس اوښکې روانې وي او ټولې هيلې او ارمانونه يې لوټ شوي وي.»

دغه غورځنګ په ياده خبرپاڼه کې د کانکور په ازموينه کې له ګډون کوونکو هلکانو وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې د خپلو خويندو د حقونو د تأمين لپاره عدالت غوښتنه وکړي او د دوى د بشري حقونو په ساتنه کې په عملي توګه برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د  ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د بيا واک تر لاسه کولو راهېسې، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د بيا حاكميت راهيسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منعه کړې او د نجونو او ښځو پر مخ يې د پوهنتونونو دروازې تړلي دي.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو د خپلې نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې نجونې په کانکور ازموينه کې له ګډون منعه کړي او آن د یوې نجلۍ له ګډون پرته يې هم دا ازموينه واخيستله.