په جينوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د بشري حقونو او مدني ټولنې پر بنسټونو غږ کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د سیستماتیکې ځپنې په اړه خپل معلومات، اسناد او نظرونه دې بنسټ ته واستوي.
دغه بنسټ د دې غوښتنې موخه «د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو» کمېټې ته د افغانستان په اړه د څلورمې دورې راپور چمتو کول ياد کړي دي.
د دغې غوښتنې په متن کې راغلي: « دا راپور د ښځو د ژوند تجربو، غږونو او نظرونو د مطرح کولو لپاره یو مهم فرصت دی ترڅو د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې ته د رسېدو لپاره اغېزمنه لاره هواره کړي.»
په جينوا کې د افغانستان دایمي استاولي د بشري حقونو پر مدافعینو، ښځو، د مدني ټولنې له سازمانونو، د ښځو پر ډلو، نړیوالو نادولتي موسسو او نورو شریکانو غږ کړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ښځو د حقونو د سیستماتیکې ځپنې» په اړه معلومات، اسناد او شواهد واستوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهېسې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړې او ډېر شمېر ښځې يې په نادولتي او خصوصي موسسو کې د کار کولو لرې کړي او په کور يې کېنولي دي.
طالبانو واک ته له راتګ وروسته د يوشمېر فرمانونو په صادرولو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او پوهنتونونه یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړل.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو د سختدريځو پالیسیو لاندې د ښځو وضعیت د «جنسيتي تبعيض» په توګه بیان کړى دى.