سوداګري

ایرانی چارواکی: د افغانستان د تېلو مافیا د ایران له لارې نورو هېوادونو ته د مالونو د لېږد لپاره ننګونه ده

د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار وايي، افغانستان ته د ټیټ کیفیت عراقي تېلو لېږد او د افغان تېلو مافیا د ایران له لارې افغانستان ته د نورو هېوادونو د لېږد لپاره ننګونه رامنځته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي د طالبانو له خوا د افغانستان پر پوله د تېلو شاوخوا ۴۰۰ ټانکرونه درول شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران د ګمرک چارواکي وايي، له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د ټرانزیټي کارګو د داخلېدو د اجازې ورکولو په بهير کې مداخله نه کوي.

د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار، جوانمرد قصاب وايي، «په تېرو کلونو کې څو ځلې داسې پېښې شوي چې یو شمېر افغان سوداګرو هڅه کړې چې د ټیټ کیفیت ټرانزیټي تېل له ايرانه افغانستان ته وارد کړي.»

هغه ټینګار وکړ، چې ټولو افغان او ایراني سوداګرو او همدا راز موټر چلوونکو ته ویل شوي، چې که د ټیټ کیفیت تېل په ټرانزیټي توګه کې افغانستان ته داخل شي؛  دوی ته به نه د بېرته راستنېدو اجازه نه ورکړل شي او نه به یې ملاتړ وشي.