طالبانو د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې په تفریحي ځایونو ته د ښځو او نجونو په ورتګ د يوې خبرتيا په خپرولو بندیز لګولی دی.
د طالبانو د «امر بالمعروف» رياست په دغه خبرتيا کې خلکو ته خبردارى ورکړی چې که د دوی له امر څخه سرغړونه وکړي نو د « سرغړونکو ښځو د محرمانو» سره به «قانوني» چلند وکړي.
د طالبانو په دغه خبرتيا کې د خواجه غار، دره شاخ او دره رنګ ځینې سیمې د ښځو لپاره د منع شوي ځایونو په توګه نومول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د امربالمعروف وزارت د کړنو او چلندو په اړه پخپل وروستي راپور کې دغه وزارت د بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړونکی بللی دی.
د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي، په ځينو مورادو کې د طالبانو امر بالمعروف ولایتي ادارو کارکوونکي له خلکو سره د طالب چارواکو د لارښوونو خلاف او له اسلامه د خپل تعبیر پر بنسټ چلند کوي.
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د ښځو په ګډون څه باندې پنځوس زره کورنیو سیلانیانو د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د دره شاخ، دره زنګ او خواجه غار له طبیعي ځایونو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
خو طالبانو له دې وروسته دغو سیمو ته د ښځو او نجونو پر ورتګ بندیز ولګاوه.