افغانستان روغتیا ښځې

یونیسف: په افغانستان کې یو پر دریمه برخه امیندواره مېرمنې له روغتیايي مرکزونو بهر ماشومان زیږوي

Photo: WHO

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې یو پر دریمه برخه امیندواره مېرمنې له روغتیايي مرکزونو بهر ماشومان زیږوي.

د ملګرو ملتونو ادارې په یوه راپور کې همداراز ویلي:« څه هم امیندواره مېرمنې باید لږ تر لږه څلور ځله د زیږون دمخه یو پوه ډاکټر ته مراجعه وکړي، په افغانستان کې یوازې يو پر دریمه برخه مېرمنې دا فرصت ترلاسه کوي.»

یونېسف ټینګار کوي چې کله میندې د روغتیایی مرکز څخه بهر یا د روغتیا پاملرنې د متخصصينو پرته ماشوم زیږوي د مور ژوند له جدي خطر سره مخ کیږي.

دغه سازمان وايي، له نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک سره د همکارۍ له لارې یې په افغانستان کې له ٢٧زرو څخه يې د زیاتو روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی دی.

په راپور کې راغلي «یونېسف دا هم ډاډه کوي چې د دې ٢زره ٥٠٠ تنو لپاره یې اسانتیاوې چمتو کړي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ښځو پر زده کړو او کار سخت بندیزونه لګولي دي. د بشري حقونو ډلو او بشري سازمانونو ویلي چې د طالبانو محدودیتونو د افغانستان روغتیايي سکټور اغېزمن کړی دی.