افغانستان سوداګري

پاکستان د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ نه ده بنده کړې

پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کميسيون له غوښتنې سربېره، د بې اسنادو افغان کډوالو د «جبري» ويستلو لړۍ نه ده بنده کړې.

د ډان ورځپاڼې د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسيون وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او ټينګار يې کړى چې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به روانه وي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل، «د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسيون ته د پاکستان لخوا په وروستیو غونډو کې داسې کومه  ژمنه نه دی ورکړل شوی.»

آغلې بلوچ ټینګار وکړ چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو د پلان عملي کول په منظم او پړاویز ډول دوام لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ياد هېواد لخوا دا ډول هوکړه وروسته له هغه رد کړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسيون په یوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د خپل درې ورځني سفر په پاى او له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنو وروسته د له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ويستلو پلان «ځنډول» د پاکستاني مشرانو لخوا تاييد کړه.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميسيون د یوې خبرپاڼې له مخې، ښاغلي ګرانډي د پاکستان لخوا د «بې اسنادو بهرنیو کډوالو د راستنولو پلان»د ځنډولو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې باید تضمین شتون ولري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (آى او اېم) په وینا، پاکستان د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تر ۶۴۰ زره زیات افغان کډوال ایستلي دي.