روغتیا

د شخړو د حل انسټیټیوټ: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي په «ناوړه» حالت کې دي

د سوٸلي اسیا د شخړو د هواري انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي په یوه «ناوړه»حالت کې دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له موسسو سره د تاوتریخوالي ۱۰۹ پېښې ثبت شوې دي.

د سوٸلي اسیا د شخړو د هواري انسټیټیوټ وايي، په ۲۰۲۳ کال کې ۶۵ روغتیايي کارکوونکي د طالبانو له خوا په ۳۸ بېلابېلو قضیو کې د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي دي.

راپور وايي، په افغانستان کې د روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي له دغو پېښو څخه ۸۰ سلنه یې د اوسني حکومت، پولیسو او استخباراتي ادارو له خوا ترسره شوي، چې د طالبانو تر مستقیم او فعال کنټرول لاندې دي.

دغه بنسټ وايي، په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې د روغتيايي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۷ پېښې وې، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۲۲ پېښې زیاتې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د طبي کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په ټول افغانستان کې رامنځ ته شوې دي، چې تر ټولو زیاتې پېښې په زابل ولایت کې رامنځته شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې په بلخ ولایت کې له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د طالبانو لخوا ترسره شوې پېښې دوه برابره شوې دي.

په همدې حال کې دغه بنسټ وايي، په افغانستان کې واک ته  طالبانو د بيا راستنېدو  راهیسې په ۱۰ بېلابېلو پېښو کې ۱۶ روغتیايي او طبي کارکوونکي وژل شوي دي.

د سوٸلي اسیا د شخړو د هواري انسټیټیوټ وايي، اکثره طالبان او ناپېژانده وسله وال په افغانستان کې روغتیايي کارکوونکي وهي، روغتیايي مرکزونه تړي، ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي یې بندیان او ځوروي.

راپور همدا راز وايي: «په افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې جوړښت د سقوط په درشل کې دی؛ ځکه طالبان زیاتې دولتي سرچینې دفاعي او استخباراتي خدمتونو ته استوي.»

په همدې حال کې دغه بنسټ وايي، چې د طالبانو له خوا پر غیر انتفاعي موسسو او نړیوالو مرستندویانو د ښځینه کارکوونکو پر ګمارلو بندیز لګول شوی او مالي محدودیتونو هم هېواد ته د مرستندویه ادارو لاسرسی محدود کړی دی.

دغه اداره زیاتوي چې په افغانستان کې ۱۷.۹ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. له دې څخه، یوازې ٩.٥ ملیونه روغتیایی پاملرنو ته «محدود لاسرسی» لري یا هیڅ لاسرسی نلري.

دغه انسټیټیوټ وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې روغتیايي سیستم له سخت بحران سره مخ دی. روغتیایی او طبی خدمتونو ته د خلکو لاس رسی خورا کم شوی او ډیری خلک د بیوزلۍ او دوامداره بیکارۍ له امله روغتیایی مرکزونو ته د تګ توان نه لری او د روحی نارامۍ تر څنګ په جسمی ناروغیو اخته دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه په بدخشان کې د ولادي او نسايي روغتون د ښځینه کارکوونکو او کافي بودیجې د نشتوالي له امله پرون خپل فعاليت بند کړ.