افغانستان سوداګري

سرچینې: طالبانو په سرای شهزاده کې د پیسو د بازار او ګرځنده صرافي پر فعالیت «بندیز» ولګاوه

په سرای شهزاده کې سرچینو آمو ته په یو لېږل شوې پیغام ویلي طالبانو په دې سرای کې د پیسو بازار او د ګرځنده تبادلې (صرافيو) پرفعالیت «بنديز»  ولګاوه.

دغه سرچينو د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت، مرکزي بانک او سرای شهزاده د صرافانو د اتحاديې  د مشر له خوا د یوې ناتایید شوي خبرتیا د کاپي په لیږلو سره، ویلي چې طالبانو د لامل او جزئیاتو وړاندې کولو  پرته د دغو سوداګرو پر کار او فعالیتونو بندیز لګولی دی.

دسرچينو د معلوماتو له مخې په سراى شهزاده کې له ٢زرو څخه زيات دپيسو ګرځنده بدلونکي (صرافان) فعاليت کوي.

دغه سرچینې همدا راز زیاتوي چې اوس دشهزاده سراى څخه بهر د پیسو بازار او د تبادلې غرفې تړل شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، له دې فعاليت وروسته طالبانو پر هغو سوداګرو هم بنديز لګولى، چې مخکې يې د فعاليت اجازه ترلاسه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د پيسو ګرځنده  تبادله کوونکي یا پلورونکي وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوی یوازې د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره همدا لاره درلود.

دغه سوداګر وايي چې د طالبانو په راتګ سره په هېواد کې د کار او عايد زمينه محدوده شوې او د خپلو کورنيو د غړو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو لپاره بله لاره نه لري.