نړۍ

په غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو په برید کې ۱۶ کسان وژل شوي

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې پرون (شنبه، د چنګاښ  ١٦مه) یې د غزې په تړانګه کې د ملګرو ملتونو لخوا اداره کیدونکی ښوونځی چې د حماس ځواکونو لخوا د «قوماندې مرکز» په توګه کارول کېده،،په نښه کړى دى.

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسراییل پوځ ټینګار کړی چې د برید له ترسره کولو مخکې یې د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره تدابیر نیولي دي.

خو د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې (انروا) تر څارنې لاندې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي پوځ په برید کې ۱۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي: «د حماس اسلامپالو ځواکونو د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په وړاندې د خپلو«ترهګريزو» عملیاتو لپاره د ښوونځي دننه ودانۍ د پناه ځای او زیربنا په توګه کاروله.»

اسراییلو څرګنده کړه، چې حماس «په منظمه توګه د نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي»او په سیستماتیک ډول ودانۍ او ملکي وګړي د دې هېواد د خلکو پروړاندې د فعالیتونو لپاره د انساني سپر په توګه کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلو مخکې د انروا کارکوونکي په دې هیواد باندې د اکتوبر د اوومې په برید کې د حماس سره د همکارۍ په تور تورن کړي وو.