نړۍ

په اسرائيلو کې د چاقود بريدګر په برید کې دوه تنه ټپیان شوي 

اسرائیلي پولیس وايي، د اسرائیلو په شمال کې په یوه پلورنځي کې د چاقو د بریدګر په برید کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

اسرائیلي چارواکو دغه برید «ترهګریز» بللی؛ خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د رویټرز په وینا، دغو چارواکو همداراز ویلي چې دوی دا برید دفع کړى دى.

د دغې پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى. دا برید په کرميل کې شوی دی.