افغانستان

اېرلنډ د دوحې په دریمه غونډه کې د ښځو د نشون باندې اعتراض وکړ

اېرلنډ هم د دوحې په دریمه غونډه کې د ښځو د نه ګډون له امله د ملګرو ملتونو د پرېکړې په اړه اعتراض کړی دی.

ياد حکومت په یوه خبرپانه کې ویلي، «خاموشه ډیپلوماسۍ یوازې طالبان هڅوي.»

اېرلنډ وايي «د افغانستان په اړه د ۲۵ هېوادونو ځانګړو استازو د دوحې په غونډه کې چې له طالبانو او افغانستان سره په منظم ډول د نړیوالو اړیکو د ښه کولو په موخه  ګډون ونړ؛ خو افغان مېرمنې په دې غونډه کې له ګډون څخه منع شوې وې.»

د اېرلنډ حکومت وايي، د دوحې دریمه غونډه په ۲۰۲۱ کال د اګسټ مياشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د ۲۰۲۱ کال  کې د طالبانو له‌خوا د حکومت  د ترلاسه کولو راهيسې په خپل ډول کې لمړنۍ  غوندډه وه، چې  طالبانو پکې ګډون کړى،،، خو تر اوسه  په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي.

 په اېرلنډ کې مېشته افغانه ژورنالیسته او فلم جوړونکې نيلوفر پذيرا وايي، «د اېرلنډ حکومت کولی شي د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د یوې برخې په توګه مهم رول ولوبوي. دوی (د اېرلنډ حکومت) باید د دې محرومیت په وړاندې اعتراض کړی وای.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په دوحه کې د طالبانو د یوه پلاوي، د هېوادونو د ځانګړيو استازو او د افغان ښځو او مدني ټولنې د استازو په نه شتون کې یوه غونډه جوړه کړه.

د ياولو ده، چې د بشري حقونو فعالانو،د مدني ټولنو او ښځو استازو له توندو غبرګونونو وروسته ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته پرون ورځ (سه شنبه د جنګاښ ۱۲مه) د افغان ښځو او مدني ټولنو له استازو سره ناسته وکړه.

خو یو شمېر افغان او نړیوالو ښځو په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو بلنه رد کړه.

په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانو، د ښځو غورځنګونو، مدني ټولنو او افغان اعتراض کوونکو ښځو د دې غونډې «غندنه» کړې او ویل يې دي، چې د دوحې غونډه له طالبانو سره د«نړۍ جوړجاړى» دى