افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې له ٣زرو ډېر افغان کډوال ايستلي

له پاکستان او ایران څخه په یوه ورځ کې څه باندې درې زره افغان کډوال ایستل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سه پرون(سه شنبه د چنګاښ١٢) له پاکستان او ایران څخه ۳زره ۲۵۵ افغان کډوال په «خپله خوښه او جبري توګه» ايستل شوي دي.

د راپور له مخې، پاکستان ۹۰۸ او ایران ۲زره۳۴۷ کسان ایستلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت وايي، کډوال د ننګرهار، کندهار او نیمروز ولایتونو له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۴۲۸ تنه د تورخم او ۴۸۰ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په همدې حال کې او د ياد راپور له مخې  د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې ۲زره۳۴۷ نور کډوال افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په روانه اونۍ کې د ٨٠٠زرو نورو افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم پیل کړی دی.