ښځې

د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ: نړۍ د خپلو ګټو لپاره د یوې جنایتکارې ډلې د سپینولو هڅه کوي

د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ د دوحې د غونډې په «غندنې»  ویلي، چې نړۍ د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د يوې «جنایتکاره ډلې د سپینولو» هڅه کوي.

دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «ملګرو ملتونو د طالبانو له هغو استازو سره چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې وو، په یو مېز خبرې اترې وکړې .»

دغه اعتراض کوونکې ښځې وايي، افغان مېرمنو سږ کال په پرله پسې ډول د ګڼ شمېر ليکونو په لېږلو، لارو کوڅو کې په لاريونونو، قربانيو ورکولو او په زنداني کېدو خپل غږ پورته کړی دی؛ خو د نړۍ غوږونه کاڼه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، «ملګرو ملتونو له طالبانو سره په داسې وخت کې خبرې وکړې چې د دوی تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دي او طالبان د بشري حقونو د سرغړونکو په توګه پېژندل کېږي.»

دا میرمنې همداراز وايي چې دوی به هېڅکله طالبان په رسميت ونه پیژني او له دوی سره هر ډول ناستې «غندي».

په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ، د افغانستان خلک له ټولو ظلمونو او د ملګرو ملتونو له پرله پسې غوښتنو څخه چې د خپلو ګټو په لټه کې دي، ستړي شوي یو.»

دا په داسې حال کې ده، جې ملګرو ملتونو د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه په دوحه کې دریمه غونډه په قطر کې جوړه کړې وه.

د يادې غونډې په  اجنډا کې د ښځو، مدني ټولنې استازي او د ښځو د حقونو بحث نه وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې د غونډې په دريمه ورځ (سه شنبه د چنګاښ ۱۲مه) به له اصلي غونډې وروسته د افغان ښځو او مدني ټولنې له استازو سره وګوري.