افغانستان ښځې

د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ایتلاف د دوحې غونډه « نامشروع » وبلله

د افغان ښځو د اعتراضي  غورځنګونو ایتلاف د دوحې دریمه غونډه چې د افغان ښځو او د مدني ټولنې د استازو له ګډون پرته جوړه شوې ده، «نامشروع» بللې ده.

په هغو ويډيو ګانو کې چې د دې ایتلاف لخوا  د دوحې د د دریمې غونډې له  پېلېدو سره سم يې خپرې شوې، یو شمېر میرمنې وایي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه غواړي له طالبانو سره «معامله» وکړي.

مېرمنو همداراز ويلي، چې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو برخلیک د «يوې ترهګرې ډلې»په واک کې ورکړی دی.

د دوحې غونډه پرون ورځ (یکشنبه د چنګاښ  ١٠) د ملګرو ملتونو په کوربه توب د یو شمېر هېوادونو د ځانګړيو استازو او د طالبانو د یوه پلاوي په ګډون پیل شوه.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د هېوادونو او ملګرو ملتونو استازي د طالبانو له پلاوي سره په افغانستان کې د بانکدارۍ او د نشه يي توکو پر کښت خبرې وکړي.

د ښځو او د بشري حقونو سازمانونو او د فعالانو د دوحې د غونډې په اجنډا  کې د بشري حقونو؛ په  ځانګړې توګه د ښځو د حقونه او د هغوی استازو نشتون له امله  پراخ اعتراضونه کړي او ياده غونډه يې «غندلې» ده.