ښځې

د ښځو د سياسي مشارکت شبکه: په افغانستان کې جنسیتي تبعيض مستند شوی

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې«جنسي تبعيض» په ښه توګه مستند شوی دی.

د افغان ښځو شبکې د شکنجې له قربانیانو څخه د ملاتړ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې ښځې له ظلم او تعذیب سره مخامخ شوې دي.

د ښځو دغې شبکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او شکنجې قضیو ته په پام سره، په افغانستان کې د جنسیتي تبعيض باید په رسمیت وپېژندل شي.»

خبرپاڼې په نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو، ښځو او نارینه وو په وړاندې د ځورونې، شکنجې او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لا زیات کار وکړي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې همداراز د جون ۲۶مه، د شکنجې د قربانیانو څخه د ملاتړ نړیواله ورځ، په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي لپاره د یو فرصت په توګه بیان کړه.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو په شااوخوا درې کلنې واکمنۍ په  موده کې د ښځو، لږکیو، د مدني ټولنې فعالانو او ژورناليستانو په وړاندې شکنجه او تاوتریخوالی سخت زیات شوی دی.

د راپورونو له مخې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې لږ تر لږه ۵۰ فرمانونه صادر کړي چې د ښځو حقونه یې محدود کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له راتګ راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په عام محضر کې فزيکي ډول شکنجه کړي او په درو يې وهلي دي.