افغانستان ښځې

طالبانو په هرات کې یوه ښځه په عام محضر کې په درو ووهله

طالبانو په هرات کې یوه ښځه د «زنا» په تور په عام محضر کې په درو وهلې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ښځه پرون (دوشنبه، د چنګاښ ۴مه) د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې په (۳۹ درو)  وهل شوې ده.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه حکم د هرات ولايت د اوبه ولسوالۍ د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا صادر شوى او د هغوى د سترې محکمې له تصويب وروسته نافذ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د مجازاتو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د وکیل ته د  لاسرسي او قانون په پام کې نيولو پرته تورنو کسانو ته سزا ورکوي.

تازه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره د طالبانو طریقه «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د غبرګولي په څوارلسمه په پلخمري ښار کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۶۳ تنو ته سزا ورکړه.