ښځې

د جون ۲۴  د«ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو له نړیوالې ورځې» سره برابره ده

نن دوشنبه د جون ۲۴مه(د چنګاښ۴» د ډیپلوماسۍ په برخه کې د ښځو نړیواله ورځ ده.

سیاسي اورګان او د ملګرو ملتونو د سولې بنسټ د دې ورځې په تړاو پر اېکس ټولنيزه شبکه لیکلي چې دوی د سولې په برخه کې د هغو ښځو د مقاومت او لاسته راوړنو درناوی کوي چې خنډونه ماتوي او سولې ته وده ورکوي.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په پیغام کې ویل شوي چې د «جنسيتي برابري» د ترلاسه کولو لپاره د ښځو ونډه ډېره مهمه ده.

دا ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي، چې طالبانو افغان مېرمنې د زده کړو، لوړو زده کړو، کار او د ازاد تګ راتګ په ګډون له بنسټيزو حقونو بې برخې کړې دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له ستنېدو وروسته، طالبانو له پنځوسو ډېر فرمانونه صادر کړي چې د ښځو ازادي او اساسي حقونه یې محدود کړي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي چې د طالبانو محدودونکي فرمانونه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د زده کړې د منع کولو له لارې پیل شو او وروستی فرمان یې د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې هغه مهال صادر شو چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې افغان مېرمنې له کارکولو منع کړې.