افغانستان

د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو احتمال

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د دې رياست په خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، لغمان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتيکا، پکتيا، خوست، غزني، کاپيسا، ميدان وردګ، باميان، سمنګان، بغلان او پروان ولايتونه به  راتلونکې پنجشنبه  او جمعه د بارانونو او سیلابونو شاهدان وي.

په دې خبرپاڼه کې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د ورښت اندازه له ١٥ تر ٣٥ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې تېرو دوو میاشتو سیلابونو له امله نږدې ۵۰۰  مړه شوي دي.