په هرات کې له زده کړو پاتې د نجونو یوې ډلې د مناتوري هنر ته چې په پيالو او سفالي لوښو رسامي کوي ، مخه کړې ده.
یو شمېر دغه نجونې وايي، له ښوونځي او پوهنتون څخه د لېرې کېدو له امله خفه دي، او له دې خفګان څخه د خلاصون لپاره یې دې هنر ته مخه کړې.
د دغه کارځاى ښوونکې وايي، چې دغه کارځاى يې د نجونو لپاره د کار پيدا کولو او د ميناکارۍ د هنر د ودې په موخه جوړ کړی دی.
څلور میاشتې وشوې چې آسیه د ميناکارۍ هنر ته مخه کړې ده.هغه وايي چې د ښوونځي له تړلو وروسته په خفګان اخته شوې او له څلورو میاشتو راهیسې یې د خپل ژوند د عادي کولو لپاره ميناکاري پیل کړه.
هغه وايي، چې له ښوونځي څخه د بې برخې کېدو له امله رامنځته شوي کړاو او دردونو د هېرولو لپاره په سفالي لوښو او کاسو ميناکاري کوي.
زده کوونکې عاصيه وويل: “دلته د راتلو يوازنی لامل دا و، چې په هېواد کې د وروستيو پېښو له امله مې درسونو څخه پاتې شوم. زه په کور کې د غم او خپګان احساس کوم. مېرمن وليزاده مې وموندله او دلته کار کوم.”
د ميناکارۍ هنر تر ډیره پر مسو، سرو زرو، سپینو زرو او لوښو ترسره کیږي، او د ميناتورۍ هنر سره توپیر دا دی ميناتوري په کاغذ ترسره کیږي؛ خو ميناکاري په خاورینو لوښو او اجناسو ترسره کېږي.
په دغه کارځاى کې ۱۸ تنه نجونې چې له زده کړې او تحصيل څخه پاتې وې، په پیالو،لوښو او کوزو باندې رسمونه کاږي.د ميناکارۍ هنر کارځاى له دریو کلونو راهیسې د اختيار الدين کلا ته څېرمه د سیلانیانو د پام راړولو په موخه د يوې ښځې لخوا جوړ شوی دی.
د دغه کارځاى څښتن وايي، چې په دې کارځاى کې هغه نجونې چې له زده کړو پاتې دي راځي، له یوې خوا د ميناکارۍ هنر زده کوي او له بلې خوا پیسې ګټي.
د کارځاى څښتن قریش ملک زاده وویل: “دا هغه زده کوونکي دي چې له ښوونځیو او پوهنتونونو لرې پاتې شوي، په کورونو کې پاتې شوي او ټول په خپګان اخته شوي، دوی غواړي دلته هنر زده کړي.” ميناکاري یا ميناسازي نږدې پنځه زره کلن تاریخ لري او یو لاسي صنایع ګڼل کیږي. هغه هنر چې هراتیان په کې ځانګړي مهارتونه لري.