ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت سرحدي ګمرکونه به د لوی اختر په مناسبت د یوې اونۍ لپاره له افغانستان څخه د مالونه لېږد ته اجازه ورنه کړي.
د ایران د سیستان او بلوچستان د ګمرکونو څارونکي محمد علي خاشي له سوداګرو او اجرایي ګمرکونو څخه وغوښتل چې په دې موده کې دې د سوداګریزو بار وړونکو له استولو ډډه وکړي.
د اېسنا د راپور له مخې، محمد علي خاشي وویل: «د ١٤٠٣ لمريز کال د غبرګولي د میاشتې له ٢٦ څخه د پنجشنبې تر پایه پورې د سراوان، سراوان، میرجاوه او د ميلک ګمرکونه به تړل شوي وي، او د مالونه لېږد به ترسره نشي.»
ايران د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان یو له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی.
تر دې مخکې د طالبانو د واک لاندې صنايعو او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي وو، چې په ١٤٠٢ کال کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ټولیز ډول ۲ میلیارد او ۲۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه.