افغانستان

طالبان وايي د دوحې په غونډه کې به د دوی پلاوی ګډون وکړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته په یوه استولي پیغام کې تایید کړې چې د دوحې په غونډه کې به د دوی یو پلاوی ګډون وکړي.

ټاکل شوې په دوحه کې درېیمه غونډه په دوو اونیو کې جوړه شي.

د طالبانو ویاند وايي چې په دې غونډه کې به د دوی پلاوی «د افغانستان استازیتوب وکړي».

په همدې حال کې اعتراض کوونکو ښځو په بېلابېلو پريکړه ليکونو کې د دوحې په درېيمه غونډه کې د طالبانو پر شتون نيوکه وکړه او د دې غونډې د بندېدو غوښتنه يې وکړه.

که څه هم تر اوسه د دې غونډې اجنډا په رسمي ډول نه ده په ډاګه شوې، خو یو شمېر لوړپوړو ډیپلوماټانو امو ته ویلي، چې د بشري حقونو بحث د دې غونډې په اجنډا کې نه دی شامل، چې د بشري حقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه شوې او د مدني ټولنې د استازو د بلنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

د دوحې دریمه غونډه به د جون په دیرشمه (۱۰ سرطان) ترسره شي.