افغانستان

د مقاومت جبهه په کابل کې  یوه طالب د وژلو ادعا کوي

د مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دې جبهې غړو په کابل کې په یوه برید کې یو طالب وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

د مقاومت جبهه وايي، دغه برید تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د لېږد لوا پر دروازې شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مقاومت جبهې وايي چې په دې بريد کې د دغې جبهې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې ویلي، چې په ټول افغانستان کې یې بشپړ امنیت تامین کړی او د دوی تر واک لاندې سیمو کې هېڅ ډول امنیتي ګواښ شتون نه لري.