د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده پخپل اختريز پیغام کې د «دیني مرکزونو د پیاوړتیا» د ټولو خلکو د «شرعي حقونو» د تامینولو، له هېوادونو سره د «شریعت په چوکاټ کې» د اړیکو ساتلو او د «اسلامي نظام د ساتنې» لپاره د ټولو د مسوولیت یادونه کړې ده.
په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړلو زر ورځې تېرېږي د طالبانو مشر ویلي دي چې د دیني شعاٸرو د لوړوالي او د دیني مرکزونو د پراخوالي او پیاوړتیا لپاره یې اړين اقدامات ترسره کړي دي.
هغه دا کړنې “هدفونه او ارزښتونه” وبلل چې د هغه په وینا خلکو يې د «ترلاسه کولو» لپاره «د اوږدې مودې لپاره» مبارزه کړې. په همدې حال کې، منتقدین د طالبانو دیني مدرسې د «افراطیت د خپراوي» مرکزونه بولي.
دغه راز په داسې حال کې چې طالبانو د هېواد د کانونو د عوایدو او لګښت په اړه کوم راپور نه دی وړاندې کړی، د طالبانو مشر په دغه پیغام کې ویلي چې زموږ ملي شتمني لکه کانونه، ځمکې، ځنګلونه او نور ملکیتونه د بيت المال په توګه خوندي دي.
په داسې حال کې چې په هېواد کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونو ګڼ راپورونه خپاره شوي او ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې شوي دي. هبت الله اخندزاده ادعا کوي چې د طالبانو له فرمان سره سم د ټولو وګړو شرعي حقونه تضمين او خوندي دي، هيڅوک نشي کولاى پر بل چا ظلم او تېرى وکړي، د ظلم مخه نيول کېږي او د مظلوم حق تر پوښتل کېږي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو له خوا د طالبانو له خوا د خلکو د محاکمې پر بهیر او مدافع وکيل ته د تورنو کسانو پر نه لاسرسي د نیوکې ترڅنګ، د طالبانو مشر ویلي چې په هېواد کې «شریعت» نافذ شوی او «د شرعي اصولو پر بنسټ د ټولنې د اصلاح» لپاره اقدامات ترسره شوي دي.
د هغه د پیغام په یوه بله برخه کې له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو خبره شوې ده. په داسې حال کې چې د سیمې او نړۍ هېوادونو له طالبانو څخه د «ټول ګډونه حکومت» او همدارنګه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د تامین په اړه غوښتنې مطرح کړې دي، هبت الله اخندزاده ویلي چې طالبان “له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د شريعت په چوکاټ کې سياسي او اقتصادي اړيکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفيت ترسره کړی دی.
هغه د طالبانو د نظام ساتنه «د ټولو ګډ مسوولیت» بللى دی.
د طالبانو د مشر دا پیغام په داسې حال کې مطرح شوى، چې د طالبانو اداره د هېڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل شوې او د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو څخه زیات خلک بېړنيو مرستو ته اړتیا لري، د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. او ښځې او نجونې ښوونځيو او پوهنتون ته له تګ او په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع شوي دي.
طالبانو تازه پرېکړه کړې چې د ښوونځیو د ښوونکو په ګډون په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو معاش پنځه زره افغانیو ته راکم کړي.