افغانستان ښځې

ملالې بنسټ د افغان نجونو د زده کړې د ملاتړ لپاره ۱.۵ میلیون ډالر ځانګړي کړل

د ملالې یوسفزۍ چې  د نوبل جایزې ګټونکې  او د پوهنې فعاله ده، د خپل بنسټ له لوري په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د ملاتړ لپاره د ١.٥ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

دملالې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرستو دغه بسته ۱۳ بنسټونو ته چې د نجونو لپاره ښوونيز خدمتونه وړاندې کوي او طالبان د خپلو«جنایتونو» په اړه ځواب ويونکي کوي، ځانګړې کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا مرسته له شپږم ټولګي څخه پورته د ښځينه زده کوونکو د زده کړو له محرميت زرمې ورځې په مناسبت کېږي.

خبر پاڼه وايي: «په ملیونونو افغان میرمنې او نجونې اوس د جنسیتي تبعیضپه سيسټم کې ژوند کوي او دوی نشي کولی ښوونځي ته لاړې شي، کار وکړي یا په عامه ژوند کې برخه واخلي.»

د ملالې بنسټ خبرپانه زیاتوي، «د سختو شرایطو سره سره، افغان ښځې او نجونې د طالبانو د ظلمونو په وړاندې په پټه زده کړو  او د طالبانو دظلم پر وړاندې  مقاومت کوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملالې بنسټ  دغه مرسته د افغان نجونو لپاره د ډیجیټل زده کړو پروګرامونو او د نړیوال قانون په توګه د جنسیتي تبعيض د پیژندلو هڅو ته د وده ورکولو له لارې د نجونو ملاتړ کوي.

سحر حلیمزۍ، په افغانستان کې د ملالې بنسټ په اړه وویل: «موږ ویاړو چې د دې اغېزمنو نوښتونو ملاتړ کوو.” د ډیجیټل زده کړې خدماتو او بدیل میتودونو په وړاندې کولو سره، به موږ ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان نجونې د سخت ځنډ سربېره چې له  تېرو دریو کلونو راهیسې ورسره مخ وې، خپلو زده کړو ته دوام ورکوي،.»

په همدې حال کې ملالې یوسفزۍ پر اېکس له نړیوالې ټولنې وغوښتل: «د افغان ښځو او نجونو غږ په لومړۍ کرښه کې پورته کړئ.»

هغې ويلي چې افغان نجونې اړتيا لري او د ملاتړ ته وړ دي.