روغتیا

په افغانستان کې د کانګو په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی

د لوی اختر په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کانګو ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوول محمد عمر مشعل په یوه ویډیويي پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د غوښې، پسونو او نورو حیواناتو سره د تماس پر مهال د دستکشې، ماسک او چپنې څخه کار واخلي.

د هغه په ​​وينا، دغه ناروغي له څارويو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي.

ښاغلی مشعل وايي، چې د دې ناروغۍ د نښو له جملې یې لوړه تبه، د سر درد او د عضلاتو درد، د ملا درد، د سترګو سوروالی، له رڼا وېره، د زړه بدوالی، د معدې درد، کانګې، بې خوبۍ او عصبي اضطراب دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوی اختر په مناسبت د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي د غواګانو، پسونو او وزو په ګډون بېلابېل څاروي حلالوي.