افغانستان ښځې

په افغانستان کې له  زده کړو څخه د نجونو د محروميت زر ورځې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د طالبانو له خوا له ښوونځیو څخه د افغان نجونو د ۱۰۰۰ ورځو محروميت نجونې د زده کړو له درې میلیارده ساعتونه منع کړې دي.

یونیسف په یوه راپور کې چې نن (پنجشنبه د غبرګوبي په ۲۴ مه) خپور شو، ویلي چې  هره ښځه چې ښه زده کړه ولري «د خپلو ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو او ودې لپاره ښه چانس لري.»

دې صندوق  همداراز ويلي چې زده کړې نجونې د «کم عمر ودونو، خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو» څخه ساتي.

په دې راپور کې یونیسف یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښوونځیو دروازې دې ټولو نجونو ته پرانیزي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي.

دا سازمان وايي چې «دا د نجونو د تعلیم او زده کړې له حق څخه ښکاره سرغړونه ده» او له بلې خوا د دوی فزیکي او رواني روغتیا ته زیان رسوي.

یونیسف ټینګار کړی چې له هغو ماشومانو سره به مرستې ته دوام ورکړي چې ښوونځي ته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې زرو ورځو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو پر تګ هم بندیز لګولی دی.

که څه هم د طالبانو دغه اقدام د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د اسلامي هيوادونو او سازمانونو له توند او جدي غبرګون سره مخ شوى؛ خو دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.