افغانستان نړۍ

روسیه د افغانستان په اړه د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون کوي

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تأس خبري اژانس ته ویلي، روسیه به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې چې د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې په دوحه کې جوړېږي، ګډون وکړي.

کابلوف څرګنده کړه:«د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړېږي. دا غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوښت او د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو په ګډون جوړېږي.»

له دې وړاندې د جون په اتمه نېټه په تهران کې د مسکو د تماس ډلې يوه غونډه جوړه کړې وه.

د تهران په غونډه کې د روسیې سربیره ایران، چین او پاکستان هم ګډون درلود.

د کابلوف په وینا، د تهران غونډه د دوحې غونډې ته د مشورې او چمتووالي لپاره جوړه شوې وه.