افغانستان

په جرمني افغانان د وژل شوي پولیس د کورنۍ د غمرازۍ لپاره سره راټول شول

د جرمني په فرانکفورت ښار کې یو شمېر افغانانو د هغه پوليس د وژنې د غندلو او د هغه د کورنۍ  سره د همدردۍ لپاره سره راټول شول چې په مانهیم ښار کې ديو افغان لخوا  وژل شوي و.

په جرمني کې مېشت دغه سلګونو کډوالو په دې غونډه کې ويلي، هغه کس چې د جرمني پولیس يې وژلی  د ټولو افغانانو استازیتوب نه کوي.

په دې راټولېدنه کې افغانانو د شعارونو په ورکولو سره له تاوتريخوالي او ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د آلمان د پوليسو د اقدام ملاتړ وکړ.

تېره اوونۍ د افغانستان په مانهیم ښار کې د سلیمان عطايي په نوم یوه افغان کډوال د «د سیاسي اسلام د مخالفانو »پر یوه غونډه د چاقو برید وکړ، چې په ترڅ کې یې یو پولیس ووژل شو او څو نور ټپیان شول.

د دغه کس له خوا د یوه آلماني پولیس وژل د دغه هیواد سیاستوال په غوسه کړي دي او تازه د آلمان صدراعظمې د جنایتکاره پناه غوښتونکو د شړلو خبرداری ورکړی دی.