افغانستان

کاظمي قمي: طالبانو ته مشوره ورکول د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په معنا نه دي

حسن کاظمی قمی، کاردار سفارت ایران در کابل. عکس از نشریه العالم

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړى استازى حسن کاظمي قمي وايي، طالبانو ته وړاندې شوې سپارښتنې بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه ګڼل شي.

قمي په تهران کې د «سیمه ایزې تماس ډلې» تر غونډې وروسته خبریالانو ته په خبرو کې  په ۲۰۰۱ کال کې د بن په غونډه کې په افغانستان کې د ثبات او یووالي د نه رامنځته کېدو له امله نیوکه وکړه.

نوموړي په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو هم ټینګار کړی دی.

ښاغلي قمي د دوحې راتلونکې غونډې ته په اشارې سره زیاته کړه چې په دې برخه کې د سیمې هېوادونه همغږي دي.

ښاغلي قمي څرګنده کړه: «که نن د افغانستان تمرکز له هغه کړکېچ څخه چې د نورو له خوا رامنځته شوی دی، پر وتلو وي، باید په سیاسي ډګر کې د دې هېواد له بېلابېلو قشرونو او نيکو اشخاصو څخه یو حکومت جوړ شي.»

د يادونې وړ ده، چې د سیمې د تماس ډلې په غونډه کې د چین، روسیې او پاکستان استازو هم ګډون درلود.

خو طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.