فرهنګ او هنر نړۍ

ملګرو ملتونو د «تمدنونو د خبرو اترو نړیوالې ورځې» پرېکړه لیک تصویب کړ 

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۸مه غونډه کې پرون (جمعه د جون ۷) د چين لخوا د تمدنونو د خبرو اترو نړيواله ورځ په توګه د نومولو په اړه وړانديز شوی پرېکړه ليک د رايو په اتفاق  تصويب کړ.

په دې پرېکړه لیک کې ویل شوي چې د تمدن ټولې لاسته راوړنې «د انسانانو ګډ میراث» دي.

د ملګرو ملتونو نوی تصویب شوی پریکړه لیک «د تمدنونو تنوع» ته په درناوي ټینګار کوي او د نړۍ د سولې په ساتلو، ګډ پرمختګ ته وده ورکولو، د انسانانو هوساینې ته وده ورکولو او ډله ایز پرمختګ ته د رسیدو لپاره د تمدنونو ترمنځ د «خبرواترو د مهم رول» ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا پرېکړه لیک د مختلفو تمدنونو ترمنځ د «مساوي خبرو اترو او متقابل احترام» غوښتنه کوي، چې د نړیوال تمدن نوښت اصلي ماهیت په بشپړه توګه منعکسوي.

دغه سازمان وايي چې په دغه پرېکړه ليک کې پرېکړه شوې چې د جون لسمه د تمدنونو د خبرو اترو د نړيوالې ورځې په توګه ونومول شي.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازې فو کونک د دغه پرېکړه ليک د مسودې په وړاندې کولو سره وويل: «په اوسنيو حالاتو کې ډېرو متضادو کړکېچونو او ننګونو نړۍ  د بې ثباتۍ او بدلون نوې دورې ته داخله کړې ده او ټولنه په حساس حالت کې  ده.»

هغه وویل، «دا نوښت به د ګډو ننګونو د حل لپاره نړیوالو هڅو ته مثبته انرژي جذب کړي.»

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې وويل: «دا له څو اړخيزتوب او د ملګرو ملتونو له کار څخه د چين ټينګ ملاتړ ښيي. دا د بې ساري بدلون په یوه پیړۍ کې د یو لوی هیواد په توګه د چین مسؤلیت هم په ګوته کوي.»

د يادونې وړ ده، چې په دغه پرېکړه ليک کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو او ادارو څخه غوښتل شوي، چې د دې نړيوالې ورځې په درناوي ونمانځي.