افغانستان نړۍ

تهران به سبا د مسکو تماس ډلې د غونډې کوربه وي

عکس از آرشیف

ټاکل شوې چې سبا (شنبه) د مسکو د تماس ډلې غړي د افغانستان په اړه په تهران کې غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به د چین، روسیې، ایران او پاکستان ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د دې خبرو اترو یو مهم ټکی به د دوحې د درېیمې دورې ناستې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی وي.

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د سویلي اسیا د چارو عمومي مشر رسول موسوي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه غونډه به د سیمه ییزې همکارۍ او ادغام په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام وي.

ښاغلي موسوي وویل: «د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې غونډه د سیمه ییزو همکاریو او ادغام په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام راونکې ده. د افغانستان لپاره د ایران، پاکستان، چین او روسیې ځانګړي استازي سلا مشورې کوي.»

ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان  دڅلورو ګاونډیو هېوادونه روسیې، چین، پاکستان او ایران استازي ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي خان درانی هم ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي: «پاکستان په دې باور دی چې د سیمه ییز تماس ډلې دریځ او رول د افغانستان لپاره خورا مهم دی او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا، په ځانګړې توګه د نږدې همغږۍ لپاره یو پلیټ فارم برابروي.” د سیمه ییزې تماس ډلې په کچه مشورې دا تضمینوي چې افغانستان د ترهګرو فعالیتونو په مرکز بدل نه شي او په ورته وخت کې ګاونډیان د خپلو خلکو د هوساینې او اقتصادي ودې لپاره د افغانستان د هڅو په کلکه ملاتړ کوي.»

دا به د مسکو فارمټ د تماس ډلې د غړو شپږمه غونډه وي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د دې غونډې ګډونوال هڅه کوي چې د دوحې د غونډې په تړاو ګډ دریځ ولري.

د مسکو غونډه په داسې حال کې په تهران کې کېږي چې د ۲۵ هېوادونو استازي او د ځینو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازي د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په دوحه کې د افغانستان د وضعیت د هواري په اړه د بحث او مشورې لپاره غونډه کوي.