افغانستان

کندهارۍ مېرمنې: موږ حجاب لرو خو ډوډۍ نه لرو

کندهار کې یو شمېر مېرمنې وايي، حجاب یو اسلامي حکم او افغاني کلتور دی خو طالبانو حکومت باید لومړیتوبونه وپېژني او پوه شي چې د حجاب مسله مهمه او که د لوږې له ګواښ څخه د میلینونو انسانو ژغورل.

دوی وايي چی افغانستان کې ښځې حجاب لري خو ډوډۍ نه لري، د دوی په خبره، دا د طالبانو د حکومت لپاره شرم دی.

کندهار چې د نفوسو شمېر یې تر ۳،۵ میلیونو اوړي، د اټکل له مخې نژدې ۷۰سلنه وګړي یې د بېکارۍ او زګارتیا له امله د لوږې او فقر له ګواښ سره مخ دي.

د دغه ولایت وګړي، چې دهېواد د نورو ولایتونو د اوسېدونکو په څېر پکې اسلامي احکام او افغاني کلتور تر ټولو ډېر مهم ګڼي، ښځې یې له کوره د وتلو پر مهال اسماني رنګه برقې او تور حجابونه اغوندي.

شغله د کندهار ښار د دویمې ناحیې اړوند په تر ټولو د ګڼې ګوڼې ډک بازار “چهارسو” کې د سړک پر غاړه زړې جامې او بوټونه خرڅوي.

نوموړې وايي، د حکومت لپاره لازمه وه، چې د حجاب د امر پر ځای یې هغه مېرمنې د لوږې او فقر له منګولو ژغورلي وای، چې دا مهال په حجاب کې د ښار پر واټونو او کوڅو سوال کوي.

شغلې ته چې دا مهال د ۱۳کسیزې کورنۍ سرپرستې ورتر غاړي ده، خاوند یې پنځه کاله وړاندې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې په یوه ایښودل شوي ماین چاودنه کې وژل شوی.

هغه وايي، له یوه ۱۵ کلن زوی پرته، چې هغه ته هم هیڅ کار نه پيدا کېږی، په ټوله کورنۍ کې بل هيڅ نارینه نه لري.

نوموړې له طالبانو غواړي، چې د حجاب د اجباري کولو پر ځای، د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د ګېډو مړولو لپاره یو چاره وسنجوي.

هغه زیاتوي: “موږ الحمدالله مسلمانان یو، د اسلام د حکم پر اساس د طالبانو تر حکومت وړاندې هم موږ حجاب منلی او عملي کړی، د دې حجاب د اجباري کېدو د امر هیڅ اړتیا نه وه، خو څه چې اړین وو، هغه د دې بېوزله ولس د لوږې او فقر مخنیوی و، موږ حجاب لرو، خو ډوډۍ نه لرو.”

د کندهار ښار یوه بله اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پر طالبانو له دې امله نيوکه کوي، چې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه یې هېر کړي او په ډېرو وړو مسایلو پسې ګرځي.

هغه وايي، اسلامي او کلتوري ارزښتونه مني، اړتیا نه شته، چې څوک يې ورباندې اجباري کړي.

دا زیاتوي: “هر هغه څه چې اجباري وي، خلک ترې مخه اړوي، طالبان دې هڅه نه کوي، چې په لوی لاس افغانې ښځې له حجاب څخه متنفري کړي.”

د کندهار ښار اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله ارزو انوري، چې پنځه میاشتې وړاندې یې د طالبانو له وېرې هېواد پرېيښی او دا مهال د امریکا په متحده ایلاتو کې ژوند کوي، وايي طالبان د شلو مخکې کلونو په پرتله هیڅ نه دي بدل شوي.

اغلې انوري وايي: “افغانه ښځه یوه انسانه ده، د اختیار خاونده او د انساني او بشري حقونو درلودنکې، نه د اجباری حجاب مننوکې، د دین منل جبر نه دی، اجباري حجاب د فرد په انتخاب و سلیقه تېری دی، موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو چې څوک زموږ د انتخاب او حجاب په موضوع تعرض وکړي.”

د کندهار ښار یوه بله مدني فعاله، ډاکټر فهیمه رحمتي، هم د طالبانو له لورې د حجاب اجباري کېدل د ښځو پر حقونو ښکاره تېری ګڼي او وايي، افغان ښځې باید له خپلو حقونو بې برخې نه شي.

نوموړې وايي: “زما پېغام طالبانو ته دا دی، چې تاسې همغه د شلو مخکې کلونو طالبان یاست، خو موږ د شلو مخکې کلونو ښځې نه یو، تاسې نور محدودیتونه مه لګوئ او د افغانستان ښځې تېر ته نه ستېږي”

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازه څو ورځې وړاندې فرمان کې د امر به معروف و نهی از منکر وزارت نه غوښتي، چې په ښځو باندې حجاب په اجباري ډول عملي کړي او د امکان تر بریده باید ښځې په کور وي.

د طالبانو حکومت د ثور میاشتې په ۱۷ مه د یو فرمان په صادرولو سره وویل، چې ښځې دې په عمومي ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي. په فرمان کې راغلي چې د سرغړونې په صورت کې به د کور مسوول مجازات شي.

دا فرمان په افغانستان کې دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شو، ان تر دې چې د بشر د حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو له ملاتړو هېوادونو وغوښتل، چې د طالبانو د دې پرېکړې په تړاو بېړنۍ ناسته وکړي.

په ورته وخت کې یو دیني عالم چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، کوم حجاب چې طالبان یې خبره کوي قراني بنسټ نه لري.

دغه دیني عالم وايي: “که چېرې قران کریم بنسټ ګرځول کېږي، د جامو اغوستلو موضوع له ازادیو سره مل ده او ان قران په دې اړه چې د ښځو سر، لاسونه او تر بندونو پورې دې پښې وپوښل شي څه نه دي ویلي، په دې اړه د قوانینو وضع کول او بیا مجازات قراني اصل نه لري.”