افغانستان

ترکیه افغانستان ته د اورګاډي له لارې بشري مرستې لیږي

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې هېواد به یې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱مې د ترکیې-ایران-ترکمنستان له لارې افغانستان ته بشري مرستې ولېږدوي.

د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، د ترکیې د ولسمشر فرمان د دغه هېواد په رسمي ورځپاڼو کې خپور شوی او د ترکیې د ریل پټلۍ عمومي ریاست یې په عملي کولو مکلف شوی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. په همدې حال کې بشري بنسټونو خبر ورکړى، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونه د سلګونو کورونو د خرابېدو او ويجاړيدو لامل شوى، چې له امله يې د اړمنو کسانو شمېر هم لوړ شوى دى.

تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي ۸۰ زره کسان مرستې ته اړتیا لري څو بېرته پر خپلو پښو ودرېږي. دې بنسټ پر  اېکس لیکلي چې د دې قربانیانو سره د مرستې لپاره ١٤.٥ ملیون ډالرو«بيړنيو مرستو» ته اړتیا ده.