افغانستان سوداګري

د هرات زعفرانو د نهم ځل لپاره لومړی مقام وګاټه

په بلجیم کې د «ذایقې نړیوال انسټیټیوټ» د هرات زعفران د ٢٠٢٤ کال د«غوره خوند» جایزې ګټونکي اعلان کړل.

دغه بنسټ ویلي چې د هرات زعفرانو د نړۍ غوره  داورانو او پخلي کوونکو د پلاوي له لورې لومړی مقام خپل کړ.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زراعت وزارت هم اعلان کړی چې د هرات زعفران چې په دې سیالیو کې د افغانستان د استازیتوب لپاره استول شوي وو، سږ کال د نهم ځل لپاره دا جایزه ګټلې ده.