افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې شاوخوا ۲۰۰ کډوالې کورنۍ ايستلې دي

په یوه ورځ کې نږدې ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه وېستل شوې اوبېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى چې په تېره يوه ورځ (چهارشنبه د غبرګولي ١٦مه) له پاکستان او ايران څخه ١٩٨ کډوالې کورنۍ په زوره او په خپله خوښه شړل شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۸۰ کورنۍ د تورخم او ۵۴ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د دغه راپور له مخې، ۵۲ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې او دغه راز ۱۲ نورې کډوالې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران یوه ورځ وړاندې تر ۲۵۰ ډېرې افغان کډوالې کورنۍ په «جبري او اختیاري» ډول ایستلې وې.