افغانستان

میلر: هیوادونه باید د منع شويو طالب چارواکو د سفر لپاره «اجازه» ترلاسه کړي

متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني د سفر په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، دغه هېوادونه باید د طالبانو د ځینو ممنوع الخروج چارواکو د سفر لپاره «اجازه»واخلي.

ښاغلي مېلر په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «ټول هیوادونه باید دغه قوانین مراعات کړي.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني درې ورځې وړاندې (سه شنبه د غبرګولي ۱۵مه) متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

دا د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر لومړنی بهرنی سفر دی.

عربي رسنیو ویلي چې نوموړي د متحده عربي اماراتو د حکومت له مشر محمد بن زاید آل نهیان سره هم ليدلي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د سیمې د ثبات په اړه خبرې اترې د دغې ليدنې له موضوعاتو څخه وو.