افغانستان

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر د سنټ پیترزبورګ په غونډه کې ګډون کوي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر او د دوی د پخواني مشر ورور عبدالمنان عمري د روسیې په سنټ پیټرزبورګ اقتصادي غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالمنان عمري د چهارشنبې په سهار روسیې ته سفر کړی دی.

دغه طالب چارواکي مخکې قطر ته هم سفر کړی و.

دا غونډه به نن (چهارشنبه د غبرګولي ۱۵مه) د روسیې په سنټ پیترزبورګ ښار کې پیل شي او څلور ورځې به دوام وکړي.

دا غونډه په روسیه کې د«اقتصاد وزيرانو» اوويشتمه غونډه ده. د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له پيلېدو مخکې په دې غونډه کې د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو مهم پانګوالو ګډون کاوه.