افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان کې د ژوند چاپېریال له سخت زیان سره مخ دى

نن چهارشنبه د غبرګولي ۱۶ مه د ژوند چاپېریال نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ملګرو ملتونو لخوا د چاپیریال ساتنې په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو په موخه په دې نوم نومول شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په دې مناسبت ويلي چې افغانستان له موسمي بدلونونو سره مخ دی او چاپیریال یې زیانمن شوی دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ژوند چاپېریال ساتنې ته یې کمه پاملرنه شوې ده.

آغلې اوتونبايول په يوه ويډيو  کې چې د يونامل لخوا پر اېکس خپره شوې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ته په اشارې سره ويلي چې په دې طبیعي پېښه کې لږ تر لږه شل زره کورونه ویجاړ شوي دي.

هغه وايي، چې تر دغو سېلابونو وروسته ملګرو ملتونو د لسو زرو کسانو لپاره خوراکي توکي او د ٢زره٥٠٠ نورو کسانو لپاره سرپناه برابره کړې ده.

د یوناما مشرې په افغانستان کې څو لسیزو جګړو ته په اشارې  وویل چې دغو پرله پسې جګړو د هېواد چاپېریال ته سخت زیان اړولی دی.

هغه وايي چې افغانستان ښکلی چاپېریال لري او باید د ساتنې لپاره یې هڅې وشي.