افغانستان

په هرات کې ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ټپيان شول

په هرات ولايت کې سرچينې وايي، چې د هرات – اسلام کلا پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه په همدې لويه لاره د يو د بار وړونکي موټرسره د يو تېررفتاره موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د هرات د حوزوي روغتون د بېړنۍ څانګې مشر فرهاد افضلي وايي، چې د دې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت په نسبي ډول ښه دى.

د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی. د هېواد پر لویو لارو د ډېرو ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.