افغانستان

 اوچا: په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

اوچا وايي، هره مياشت ٦٠ تنه چې زياتره يې ماشومان دي، د ناچاودو توکو له امله وژل کېږي او يا هم معلول کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

د اوچا په وینا ۴۰ سلنه نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي.

ددې ټولو سربېره، اوچا یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانستان ته د بشري مرستو دوام د روغتیایی خدمتونو د خرابیدو مخه نیولې او د هیواد د اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره «مهمه» ده.

د اوچا د راپور پر بنسټ، ډیری عواملو په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو بهیر پیچلی کړى او زيانمنو خلکو اړتياوو ته ددوى ځواب کافي نه دی.