افغانستان

ټاکل شوې چې دامنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.

د دې شورا په میاشتني راپور کې ویل شوي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مرستیاله روزا اتنبایوا او د دغه هېواد د مدني ټولنې يوه غړې خبرې وکړي.

د دغه راپور له مخې، په پام کې ده چې د دغه سازمان د بشردوستانه چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکی مارتین ګریفیتس هم په دغه غونډه کې د امنیت شورا د ۲۶۱۵ پریکړه لیک پر بنسټ افغانستان ته د مرستو د استولو په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د دې غونډې دقیقه نېټه لا نه ده معلومه.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې به پر القاعده شبکې او داعش  د بندیزونو پر مسودې هم رایه اچونه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د هيوادونو ځانګړيو استازو په ګډون  د روانې میاشتې تر پایه (د جون په ۳۰مه) جوړه کړي.