افغانستان سوداګري

«چابهار بندر د هند او طالبانوترمنځ اړیکې نږدې کړې»

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د چابهار په بندر کې دپانګونې او ګټې اخیستنې  له ایران سره د دغه هېواد د لس کلن تړون لاسلیک د هند او طالبانو تر منځ اړیکې نږدې کړې دي.

دغو رسنیو ویلي دي چې د طالبانو او هند ترمنځ په اقتصادي برخو کې اړیکې هغه مهال زياتې شوې چې له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ترینګلې شوې.

د دغو راپورونو پر بنسټ، هند هڅه کوي چې د ایران له چابهار بندر څخه په استفادې د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغې بهر د سوداګرۍ ټرانزيټي لار پرانيزي.

د ایکسلسیور انډیا ورځپاڼې لیکلي: «د چابهار بندر اوس مهال د طالبانو او هند تر منځ هماغه رول لري لکه څنګه چې د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني حکومت پر مهال يې درلود.»

د يادونې وړ ده، چې له چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې هوکړه په ۲۰۱۶ کال کې د درېیو هېوادونو ایران، افغانستان او هند ترمنځ لاسلیک شوې وه.

خو تېره میاشت هند له ایران سره نوی لس کلن تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې دا هېواد په چابهار بندر کې پانګونه کوي او له دې بندره به خپل سوداګریز توکي افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدوي.

ایکسلسیور انډیا ورځپاڼې لیکلي دي چې که څه هم د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د چابهار بندر د معافیت په رامنځته کولو سره هڅه وکړه چې افغانستان له سمندر سره ونښلوي. خو وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، د دې بندر په اړه د امریکا نظر بدل شو.

د دې ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې اوس امریکا نه غواړي چې طالبان د رسميت نه پېژندنې له امله له دې بندره ګټه پورته کړي.

يادونې وړ ده، چې چابهار اوس د هند لپاره روسیې، منځنۍ او لویدیځې اسیا هېوادونو ته د هند د لارې پيدا کوونې له امله مهم دی.