افغانستان

د سوٸلي افریقا د ملي کانګرس ګوند له درې لسیزو واکمنۍ وروسته په ټاکنو کې ماتې وخوړه

د سوٸلي افریقا د ټاکنو پايلې ښيي چې ملي کانګرې ګوند د واکمن ګوند په توګه په دې هېواد کې له ۳۰ کلونو واکمنۍ وروسته په ټاکنو کې ماتې خوړلې ده.

د رویټرز د راپور پربنسټ، د سوٸلي افریقا د ټاکنو پایلې ښيي چې د ملي کانګرس ګوند چې په دغه هېواد کې یې «نژادي تبعيض» پای ته رسولی، ۴۰ سلنه رایې ګټلي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د دیموکراتیک اتحاد ګوند تر ۲۱ سلنې ډېرې رایې، د سوٸلي افریقا د پخواني ولسمشر جیکوب زوما په مشرۍ د اېم کى ګوند تر ۱۴ سلنه رایې او د  کيڼ افراطي اقتصادي ازادي غوښتونکو  د جولیوس مالما په مشرۍ له۹ سلنې زیاتې رایې ترلاسه کړې دي

دغه خبري آژانس لیکلي چې پرون (شنبه د غبرګولي ۱۲مه) په دغه هېواد کې د رایو ۹۹.۵۳ سلنه پایلې اعلان شوې او وروستۍ پایلې به نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) اعلان شي.

د سوٸلي افریقا خلک چې د بېکارۍ، نابرابرۍ او د برېښنا د نشتوالي له امله په غوسه دي، په دې ټاکنو کې يې د ملي کانګرې ګوند ملاتړ ونه کړ.

د سوٸلي افریقا ملي کانګرې ګوند د نیلسن منډیلا سیاسي میراث دی چې درې لسیزې یې واک په لاس کې درلود. اوس دغه ګوند اړ دی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره له مخالفو ګوندونو سره اٸتلاف وکړي.

د سویلي افریقا د ملي کانګرې ګوند یو چارواکي د ایتلاف د احتمالي جوړښت په اړه له څه ویلو پرته رویټرز ته ویلي چې دا ګوند کولای شي له ټولو او هر چا سره خبرې وکړي.

د مخالفو ګوندونو يو مشر جولیوس ملیما ویلي دي چې دوی ملي کانګرې ګوند د رایو د ۵۰ سلنې په کمولو خپل هدف ترلاسه کړی دی. هغه زیاته کړه چې هغه پلان لري چې د کانګرې ګوند سره د ایتلافي حکومت دجوړولو لپاره خبرې اترې وکړي.

د سوٸلي افریقا د ملي کانګرې ګوند د ١٩٩٤ تاریخي رایو اخيستنې راهیسې چې د سپین پوستو لږکيو واکمني يې پای ته ورسوله په تېرو هرو ملي ټاکنو کې يې بريا خپله کړې؛ خو په تېره یوه لسیزه کې له هغې سره د خلکو ملاتړ کم شوی دی. ځکه چې د هېواد اقتصاد په ټپه درېدلی، بېکاري ډېره شوې او سړکونه او د فابرېکې نړېدلي دي.