افغانستان

طالبانو په پروان کې یو کس په عام محضر کې په درو وواهه

طالبانو په پروان کې یو کس په عام محضر کې د«شرابو د لیږدولو» په تور په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه کس ۳۹ دروې وهلى دى.

د دغې خبرپاڼې له مخې، دغه سزا په پروان کې د طالبانو د ابتدايي محکمې له خوا صادره شوې او د هغوى د سترې محکمې له تاييد وروسته نافذ شوه.

طالبان وايي چې دغه تورن کس يې په دوه کاله تنفيذي حبس هم محکوم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د مجازاتو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان له دې پرته چې تورن کسان وکيل ته لاسرسى ولري  او قانون په پام کې ونيسي مجازات کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره د طالبانو لاره «غیر اخلاقي» ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.