افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې ٢٠٠ کډوالې کورنۍ ايستلي

File-photo

په یوه ورځ کې ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه ویستل شوې اوبېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر آژانس خبر ورکړى چې دغه کډوال تېره ورځ (شنبه د غبرګولي١٢مه) له پاکستان او ايران څخه په زوره او په خپله خوښه اېستل شوي دي.

د دغه راپور له مخې دغه کډوال د ننګرهار، قندهار، نيمروز او هرات ولايتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه خبري اژانس وايي چې ۷۰ کورنۍ د تورخم  او ۶۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې ۳۲ کډوالې کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او۳۲ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ وړاندې پاکستان او ایران تر ۳۰۰ ډېرې افغان کډوالې کورنۍ «په زور او خپله خوښه» ایستلې دي.