افغانستان

طالبانو نور جلال جلالي د عامې روغتیا د نوي وزیر په توګه وټاکه

طالبانو د عامې روغتیا د وزیر قلندر عباد له ګوښه کولو څلور ورځې وروسته نن(شنبه د غبرګولي ١٢مه) نور جلال جلالي د عامې روغتیا د وزیر په توګه وټاکه.

تېره اوونۍ طالبانو د خپل مشر د فرمان پر بنسټ د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد له دندې ګوښه کړ او ددوی تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت پخوانی معين نور جلال جلالي یې د ښاغلي عباد پر ځای وګماره.

طالبانو تر اوسه د ښاغلي عباد د ګوښه کېدو لامل نه دی څرګند کړی.