افغانستان

مجاهد: پر چینايي انجینرانو برید له طالبانو سره تړاو نه لري

FILE PHOTO: Taliban spokesman Zabihullah Mujahid speaks during a news conference in Kabul, Afghanistan November 10, 2021. REUTERS/Ali Khara

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي دي، چې په هغه هېواد کې پر چینايي انجینرانو برید «له دوی سره هیڅ تړاو نه لري».

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې ويلي، چې په دغه هیواد کې د پر پنځو چینایي انجینرانو ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و او عامل یې هم د دغه هیواد تبعه و.

خو د طالبانو ویاند نن (شنبه د غبرګولي ۱۲ مه) په یوه غږیز کليپ کې چې د دوی تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون له خوا خپور شوى، ویلي، چې پاکستان باید خپله امنیتي کمزورتیا په خپله حل کړي.

هغه وايي چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د طالبانو له خوا ډېرې هڅې شوې دي.

د طالبانو ویاند دا خبرداری هم ورکړی چې د پاکستان لخوا د دا ډول تورونو دوام به دوه اړخیزې اړیکې خرابې کړي.

د روان کال په اوومه نېټه د چينايي انجنيرانو پر موټر چې پاکستان ته د داسو د برېښنا بند د پروژې د ليدنې په موخه روان وو، د بشام په سيمه کې پرې ځانمرګي بريد وشو، چې په ترڅ کې يې پنځه چينايي انجنيران او د هغوى پاکستاني موټر چلوونکى ووژل شول.

دغه برید د چین د سختو نیوکو لامل شو، چې پاکستان یې د خپلو اتباعو ته د امنیت په نه برابرولو تورن کړ.

له هغه وروسته پاکستان پرېکړه وکړه چې د بشام د پېښې د قربانیانو کورنیو ته دوه نیم میلیونه ډالره تاوان ورکړي.

په همدې حال کې مسعود چې په پاکستان کې د امنیتي مسایلو  له شنونکو څخه دی « په افغانستان کې د وسله وال مقاومت زیاتوالی» تر سرلیک لاندې مقاله کې ویلي: «۲.۰ سلنه طالبان په دې نه دي توانیدلي چې په دغه هیواد کې سوله ټینګه کړي.»

ښاغلي خان دغه راز زیاته کړه چې طالبانو افغانستان نور هم ګډوډۍ او بې باورۍ ته لور ته وړى او «په کابل کې د حقاني په مشرۍ د طالبانو د مشرتابه او په کندهار کې د طالبانو د مشرتابه تر منځ د باور کمښت شتون لري.»

د هغه په ​​باور افغانستان د القاعدې او پاکستاني طالبانو له برید وروسته د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سازمانونو لپاره «پټنځاى» ګرځېدلی دی.