افغانستان

د روسیې ځانګړی استازی: پر افغانستان د طالبانو قاطع کنټرول اړين دى

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، پر افغانستان د طالبانو پرېکنده کنټرول اړين دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له «روسیه ۲۴» خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د افغانستان تجزيه  به په سیمه منفي اغېز وکړي.

ضمیر کابلوف همدارانګه وايي چې روسیه کولای شي د نفتو د صادراتو او د خوراکي توکو د خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي کابلوف له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د څرنګوالي په اړه ویلي چې د هغه دهېواد مرستې به د تېلو د تولید په ګډون د زېربناوو په برخه کې په پام کې ونیول شي.

هغه وايي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د خوندیتوب موضوع د همکاریو د زیاتولو په موخه مهمه ګڼل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف تر دې وړاندې ویلي وو چې «طالبان د افغانستان اوسنی واقعیت او قدرت دی»او هېواد یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو په لټه کې دى.

تر دې مخکې ضمیر کابلوف تأس خبري اژانس ته ویلي و، چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د ایستلو وړاندیز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال ویلي چې طالبان باید یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او له نړیوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي.