افغانستان ښځې

د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ د دوحې غونډه «تحریم او وغندله»

د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوحې درېیمه غونډه چې ټاکل شوې د جون په ۳۰مه ترسره شي، «تحریم او غندي».

په دې خبرپاڼه کې طالبان د ښځو ضد بلل شوي او دغه غورځنګ له دوی سره خبرې اترې شکمنې بللې دي.

د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ وايي، طالبان په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته «د بشر ضد» په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې پر جنایتونو مرتکب شوې دي.

دغه غورځنګ ویلي چې طالبانو له افغان ښځو «تر ټولو اساسي حق» اخیستی دی.

د دغه غورځنګ په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د افغان ښځو د آزادۍ غورځنګ په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو د غوښتنې پر یو ځل بیا ټینګار سره له طالبانو سره هر ډول ناسته د ښځو له حقونو سره خیانت ګڼي.»

د افغان ښځو د ازادۍ غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو، تعامل او د دوی د رسمیت پېژندلو پر ځای د افغانستان له خلکو او ښځو ملاتړ وکړي.

دغه غورځنګ وايي:« له طالبانو سره تعامل او {مشروعیت} په نړۍ کې د ترهګرۍ تایید دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون په قطر کې د دوحې درېیمه غونډه جوړېږي.